په سرپل کی ۶۲ پراختیایی پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې!

دکلیودبیارغونې او پراختیا وزارت ، د ملی پیوستون پروګرام دمسؤل دوینا له مخې داپروژې د(۱۱۰) میلیونو او (۴۷۲) زره افغانیو په لګښت پدې ورستیو کی د یاد ولایت شاوخوا سیمو کی بشپړې شوی.

د یادولو وړده چی پدې پروژو کید (۱۵) ښوونځیو، یوه وړکټون، یوه روغتیایی مرکز، د (۱۳) ټولنیزومرکزونو، د (۵۰۲) مترو په اوږدوالی د (۲) ښوونځیو دانګړ دیوال ، د څښاک اوبو د( ۵) زیرمو، داوبو ګرځولو دبندونو، د (۸) تشنابونو، د (۴۴) مترو په اوږدوالی دیوه استنادی دیوال او (۴۴) پلګوټو جوړول، د(۷۴۵) متره اوږد کرنیز کانال ودانول ، د څښاک اوبو د(۴۴) څاګانو کیندل ، د (۲۴۸۹۵) مترو په اوږدوالی د ښاری بریښنا د شبکی غځولشامل دی چې (۱۲۳۲۳) کورنۍ ترینه ګټه اخلی .‎

د ملی پیوستون پروګرام په سر پل ولایت کی (۶۱۲)کلی تر خپل پوښښ لاندی راوستی او تراوسه توانیدلی چې(۲۱۵۶) پروژی په بیلابیلوسکتوروکیګټی اخستنی ته وړاندې کړی چې ددی پروژو په بشپړیدو کی د خلکو (۱۰) سلنه ونډه هم شامله ده .

===========================================

بهره برداری 62 پروژه انکشافی در ولایت سرپل:


مسؤول ساحوی برنامۀ همبستگی ملی وزارت احیا و انکشاف دهات درولایت سرپل می‌گوید که 62 پروژۀ انکشافی این برنامه به هزینه 110 میلیون 472 هزار افغانی 634 افغانی در حومه مرکز این ولایت تکمیل و به بهره ‌برداری سپرده شده است.
ریاست رسانه های برنامۀ همبستگی ملی وزارت احیا وانکشاف دهات ، با نشر خبر نامه ای گفته است که پروژه‌های ياد شده شامل اعمارتعمیر 15 باب مکتب ، یک باب کودکستان ، یکباب کلینیک صحی ، 13 باب تعمیر مرکز اجتماعی ، دیوار احاطه برای ۳ مکتب به طول 502 متر ، ۵ عدد ذخیره آب آشامیدنی صحی ، بند آبگردان ، کانال آب زراعتی به طول 745 متر، 8 سیت تشناب عامه ، دیوار استنادی به طول 44 متر ، ۴۴ پایه پلچک ، حفر 44 حلقه چاه آب آشامیدنی صحی با نصب پمپ های دستی ، تمدید شبکه برق شهری برای 6 قریه به طول 24895 متر ، احداث و جغل اندازی سرک به طول 620 متر مي‌باشند که از مزايای این پروژه‌هاحدود 12323 خانواده 46 روستا مستفید شدند.
برنامۀ همبستگی ملی وزارت احیا وانکشاف دهات (612) قريه را در ولایت سرپل تحت پوشش قرار داده است و تا به حال توانسته 2156 پروژه را در سکتور های مختلف تکمیل و مورد بهره برداري قرار دهد که در تکمیل کار این پروژه ها مردم محل 10 فیصد سهم گرفته اند.

Translate
1
Add a comment...