د نیمروز په ولایت کې د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت د ساتنې اوڅارنې (MCG) د پراختیایي نغدي وجهې د پروژې پیل

د هیواد په ولایتونو کې د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت د ملي پیوستون پروګرام د ساتنې اوڅارنې (MCG) د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام د رسمي بهیر د پرانستلو په لړکې ، په دې وروستیو کې دا پروګرام د پرتمینو مرسمو په ترڅ کې د نیمروز په ولایت کې د یاد ولایت د والي انجنیر محمد سیمع په وسیله په رسمي توګه پرانستل شو.

په یوه غونډه کې چې په دې مناسبت د ولایتي شورا د مرستیال محمدصدیق چخانسوري، د امنیه قوماندان خواجه غلام جیلاني ابوبکر، د ملي امنیت د رییس جنرال احمد شاه کړوخیل، د کلیو د بیارغونې اوپراختیا ریاست سرپرست انجنیرفرید، د ملي پیوستون پروګرام د سیمه ایز دفتر مسؤول انجنیر خلیل بهادري اود نیمروز ولایت د یو شمیر مشرانو، متنفذینو اوخلکو په ګډون جوړه شوې وه، د نیمروز والي انجنیر محمد سمیع حاضرینو ته د یوې وینا په ترڅ کې د نیمروزولایت په کلیو کې د ملي پیوستون پروګرام په بریالي تطبیق کې د کلیو د پراختیایي شوراګانو بری په خوښۍ یاد کړ اود هغوی کاراوفعالیت یې وستایه .

د نیمروز والي د خپلې وینا په دوام زیاته کړه :
« د ساتنې اوڅارنې د نوموړې پروژې د پلي کولو له پاره شاوخوا(۸۷۲۲۵۲۰۰) افغانۍ په نظرکې نیول شوي چې په وسیله یې د نیمروز ولایت د زرنج ښار د ناحیو اود چخانسور اوکنګ ولسوالیو د (۲۷۳) کلیو تخریب شوې پروژې بیارغول کیږي.
ددې برنامې په تطبیق سره د نیمروز په ولایت کې زموږ (۹۷۶۲) کلیوالي وطنوالو ته د کارموندنې زمینه برابریږي.
د کلیو دبیارغونې اوپراختیا وزارت د ساتنې او څارنې پروژه په دریو پړاوونو کې تطبیقیږي چې دریم پړاو به یې د هیواد (۱۹) ولایتونه ترپوښښ لاندې راولي. د یادونې وړده چې ددې پروژې تطبیق ته د اقلیمي، امنیتي شرایطو اود بیکارۍ د سطحې میزان له مخې لومړیتوب ورکړل شویدی او له ښه مرغه د نیمروز ولایت هم په هغو ولایتونو کې شامل دی چې په دریم پړاو کې ترپوښښ لاندې راغلی دی. ددې پروژې لومړۍ موخه د کلیو او بانډو بې وزلو خلکوته د لنډ مهاله کاري فرصتونو منځته راوړل اودوهمه موخه یې د مالي وجهو له لارې د کلیو د ییارغونې اوپراختیا وزارت د ملي پیوستون پروګرام د بیخ بنایي پروژو د شته ستونزو څیړنه، ساتنه اوڅارنه ده چې دهیواد د کلیو او بانډو د اساسي بیخ بناوو د بیا رغونې له پاره په نظرکې نیول شویده.

===========================

Photo
Photo
11/14/16
2 Photos - View album
Shared publicly