په لوګر کی د ملی پيوستون پروګرام دڅارنی،ساتنی اوکارموندنې نغدی وجهی (MCG) پروژه پرانیستل!

د لوګر والی ښاغلی محمد حلیم فدایی نن شنبه دروان هجری لمریزکال د وږی دمیاشتې ۱۳ نیټه دکلیو د بیارغونی او پراختیا وزارت په لوګرکی د ملی پيوستون پروګرام د څارنی، ساتنی اوکارموندنې نغدی وجهی (MCG) پروژه رسماْ پرانېستله.

په هغه غونډه کی چی د لوګر ولایت دکلیو د بیارغونی او پراختیا ریاست د ملی پیوستون په دفتر کی جوړه شوی وه د لوګرولایت والی سربیره د لوګر ولايت د ملي پيوستون د ولایتی دفتر مسؤول انجنیر ظفرخان، د یاد ولایت ګڼ شميرقومی اومخورومشرانو او ولسی خلکو ګډون کړی وو.
د لوګر والی ښاغلی محمد حلیم فدایی په دی غوڼده کی د ملی پیوستون دپروګرام د بریالی تطبیق څخه خوښی وښوده او په دی لړ کی د پراختیایی شوراګانو د صادقانه هڅی اوهاند څخه یی چی د دی پروګرام په تطبیق کی ښودلی ستاینه وکړه. د دې خپلو خبرو په دوام کی وویل :

" ياد پروګرام ته ۱۴۸.۸۶۷.۵۰۲ افغانیو په شاوخواکی بوديجه په پام کی نيولی شوې اود لوګر ولایت په مرکز پل علم اومحمد آغې په ولسوالۍ په ۲۷۳ کلیوا لی شوراګانو کی پلی کیږی اوچارې به یی د ۳۶ تنوانجنیرانو او ټولنیزو کارمندانو له خوا پرمخ وړل کیږی چی د دغه پروګرام په پیل کیدو سره په مجموع کی ۲۹۷۷۳۵ کاری ورځې ایجادې کړی چي په د ترځ کی به په ټولیز ډول د ۱۴۸۸۷کسانو کارګرانو لپاره چې (۴۴۶۶۰ کاری ورځې به د ماهرو کارګرانو او ۲۵۳۰۷۴ کاری ورځې به دغیر ماهرکارګرانو لپاره ) د کار زمینه برابره شی "

د ملی پیوستون پروګرام
دکلیوبیارونې اوپراختیاوزارت


============================

آغاز پروژۀ وجه انکشافی نقدی حفظ و مراقبت (MCG) برنامۀ همبستکی ملی وزارت احیا وانکشاف دهات درلوگر!

محترم محمد حلیم فدایی والی لوگر امروز شنبه ، ۱۳ سنبله ، سال جاری پروژه وجه انکشافی نقدی حفظ و مراقبت (MCG) برنامۀ همبستکی ملی وزارت احیا وانکشاف دهات را در ولايت لوگررسماً افتتاح نمود.
درگردهمآیی که به این مناسبت در دردفترساحوی برنامه همبستگی ملی ولایت لوگردایرگردیده بود، علاوه بروالی ولایت ، ظفرخان مسؤل دفتر ولایتی برنامۀ همبستگی ملی با جمله همکاران ، بزرگان ومتنفذین، روئسا شوراهای انکشافی قریه و عدۀ زیادی ازمردم اين ولايت نیز اشتراک ورزیده بودند.
محمد حلیم فدایی والی لوگر طی ایراد خطابه یی به حاضرین محفل باخوشی از تطبیق موفقانۀ برنامۀ همبستگی ملی در روستا های ولایت لوگر یاد آورگردیده ازتلاش وکارقابل تحسین شوراهای انکشافی قریه ها تقدیر به عمل آورد.
وی درادامۀ سخنانش افزود:
" برای برنامه متذکره درولایت لوګر درحدود ۱۴۸.۸۶۷.۵۰۲ افغانی درنظرگرفته شده که درولسوالی محمد آغه و مرکز پل علم ولایت لوگر تطبیق میشود . دراین برنامه مجموعاً ۲۷۳ شورای انکشافی برنامۀ همبستگی ملی تحت پوشش قرارمیگیرد و کارآن به وسیلۀ ۳۶ تن انجنیران و کارمندان اجتماعی به پیش برده میشود که به آغاز این برنامه در مجموع ۲۹۷۷۳۵ روز کاری ایجاد خواهد شد وبرای ۱۴۸۸۷ مرد کار ۴۴۶۶۰ روزکاری برای کارگران ماهر و ۲۵۳۰۷۴ روزکاری برای کار گران غیرماهر زمینۀ اشتغال مساعد میگردد."


دفترارتباطات عامه
برنامه همبستګی ملی
وزارت احیا وانکشاف دهات


Translate
1
Add a comment...