ګیان (کیان خیل) 
د ګیانې ولسوالي په افغانستان کې د پکتیکا ولایت یوه سرحدي ولسوالي ده چه  شمال خواته د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ، ختیځ ته د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ،جنوب ته یی د برمل ولسوالۍ، لویدیځ ته د ارګون د ولسوالۍ او شمال لویدیځ ته د زړوک د ولسوالۍ سره ګډې پولې لري.
د ګیانې په ولسوالۍ کې میشت خلک د ځدراڼو د قوم یوه برخه ده او د  ګیانخیلو په نوم یادیږي، 
د ګیانې ولسوالي په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره تقریبآ ۲۰ کلومتره ګډه پوله لري،
او له افغانستان څخه خیبرپښتونخوا ته لویه لاره هم له همدې ولسوالۍ څخه تیریږي، خو بدبختانه تر اوسه دغه لاره خامه ده، او پوخ (قیر) سړک وجود نه لري.
د ګیانې ولسوالي یوه غرنۍ ولسوالي او په غرونو کې یی د نښتر، سرپ، سیړۍ او زڼغوزي ونې په زیاته اندازه شتون لري.
د ګیانې ولسوالي تقریبآ ۵۰۰۰۰ نفوس لري او خلک یی په کرنه او مالداري بوخت دي،
کرنیز حاصلات یې جوار، غنم او اوربشې دي ، او اوبه یې د خلکو په واسطه د کیندلو شووو کاریزونو څخه په لاس راځي.
د ګیانې ولسوالي ډیر په زړه پورې ځنګلونه او ښایسته منظرې لري. او زیاته برخه یی ځنګلونو پوښلې ده ، او دا  د ولسوالۍ خلک د کرنې تر څنګ د ځنګلونو د میوو څخه  هم ډیر عاید لاس ته راوړي،
 د مثال په ډول تیر ۲۰۱۳ کال کې یی د زڼفوزیو عاید  9,000,000 $  نه ملیونه ډالر وو، او د غرونو غوره میوه یي هم زڼغوزي دي،
د ځنګلونو د میوو تر څنګ د ګیانې په ولسوالي کې مڼې ، مندتې (زردالو)، شفتالو ، بادام ، الوچې، چارمغز ، توت او انګور هم پیدا کیږي. 
د ګیانخیلو قوم یو پښتون، غیرتي او میلماپاله قوم دی ولې بدبختانه د معارف په برخه کې ډیر ورسته پاتې دي او دښمن همیشه کوښښ کړی دی چه دغه خلک له علم څخه لرې وساتي .
او اوسني دولت هم په دا دولس کاله  کې د ولسوالۍ ته کومه خاصه پاملرنه نده کړې ،

څنګه مو چه مخکې ذکر کړل چه د ګیانې ولسوالي د پښتونخوا د شمالي وزیرستان سره ګډه پوله لري نو خلک یی هم پښتونخوا ته زیات تګ راتګ کوی او د ورځنیو ضرورتونو یو شمیر توکي له پښتونخوا څخه واردوي ، 
د ګیانې ولسوالۍ خلک قومي جوړښت لري او دا قوم په  خپل منځ کې ۹ خیلونه لري. 
ګیان 
د ګیانې ولسوالي د پکتیکا ولایت یوه سرحدي ولسوالي ده . او تقریبا ۵۰۰۰۰ پنځوس زره نفوس لري. 
Shared publiclyView activity