Profile cover photo
Profile photo
SYED KHAN SULEMANKHIL
4 followers
4 followers
About
Posts

دپکتیکا ولایت دیحی خیلو والسوالې په بازار کې ماین چاودنی اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولی دی .

خبریال:سیدخان سلیمانخیل
نوښت:پکتیکا

دپکتیکا چارواکې وایې، چه نن سهار مهال ددی ولایت د یحی خیلو والسوالی په بازار کی ماین چاودنه سوی چه له امله دوه تنه چه یو دوکاندار او بل سیمیز پولیس دی وژل سوی او شپږ تنه نور ملکیان ټپیان سوی دی .

په یاده پېښه دپکتیکا ولایت والی امین شارق هم خواشینې څرګنده کړی دی او دیادی پېښی عاملونو ژر تر ژر دنیولو امر کړی دی او روغتیایې چارواکو ته امر کړی چه دټپیانو ښه درملنه وکړی .

د سیمې اوسیدونکو بیا نوښت خبری ویبپاڼې ته داړیکې په ترڅ کی وویل :(( هغه وخت چه دوکانداران خپل دوکانونه خلاصول نو په ترڅ کې چاودنه رامنځته سوه چه دبازار جامع جومات سره نږدی د موباییلو خرڅولو په دوکان کی چاودنه سوی وه او دوکان په بشپړه توګه له منځه تللی و))

بله خوا ټپیان دپکتیکا ولایت مرکزی روغتون ښرنې ته وړل سوی دی چه دروغتیا یې چارواکو په وینا روغتیایې حالت د ډاډ وړ ښودل سوی دی

دیحی خیلو والسوالی دپکتیکا ولایت دامن والسوالیو څخه شمیرل کیږی او بازار یې دپکتیکا داقتصاد له پلوه ډیر مهم دی چه ورځنې راکړه ورکړه میلینو افغانیو ته رسیږی

پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې په ملکي خلکو د ماین چاودنه کړې او زمونږ ۱۲ تنه بې ګنا وګړي شهیدان او ټپیان کړي دي. 
په یاده بدمرغه پېښه کې ۴ تنه شهیدان او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا والي په پیښه ژور خفګان ښکاره کړی او امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د پیښې عاملین ژرترژره د قانون منګولو ته وسپاري او د روغتیایي مرکزونه مسئولینوته یې جدي سپارښتنې کړې چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
د پکتیکا والي امین الله شارق وویل چې دوښمن په پکتیکا ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ مقابلې توان نلري او تل په ملکي خلکو بریدونه کوي او غواړي په خپل دې کار په ولس کې ویره ګډه کړي ترڅو خلک د حکومت څخه له همکارۍ لاس واخلي ښاغلي شارق داهم وویل چې د پکتیکا ولس به تل د افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه تر وروستۍ سلګي همکار وي او هیڅکله به د دوښمن شومو اهدافو ته غاړه نه ږدي.
والي امین الله شارق د الله پاک له لوی دربار څخه د دغې سترې غمیزې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله وکړه.
Wait while more posts are being loaded