Profile

Cover photo
kabulnews کابل نیوز
93 followers|16,079 views
AboutPostsPhotosVideos

Stream

7
Aryan Maihandost's profile photo
 
این گلبدین راکت باز این جا چی میکند ؟
 ·  Translate
Add a comment...
 

په لوگر ولايت کي : دقومي مشر په کور دصليبي ځواکونو وحشيانه بمباري – دښځو او ماشومانو په ګډون ٢١ تنه شيهدان .
پل علم (خبري رسنئ) په لوګر کې حکومتي  چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي ،چې ايساف ځواکونو تېره شپه په برکي برک ولسوالۍ کې، د هوايي بمبارۍ په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوویشت عام وګړي  په شهادت ورسول  د برکي برک ولسوال سيد وکيل اغا رسنیو ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه په يوه بجه د ولسوالۍ په سجاونډ سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه ، چې ناټو ځواکونو په دې سيمه کې د بشير اخوندزاده په نامه ديوه قومي مشر پر کور هوايي بريد کړى ، چې له امله يې ١٧ عام وګړي شهيدان  شوي دي.ولسوال وايي ،چې په وژل شويو کسانو کې پخپله بشير اخوندازه، ښځې او ماشومان شامل دي.نوموړي وويل، چې دسيمې اوسېدونکيو نن سهار له خاورو څخه د مړو په راوېستلو پيل کړى دى .د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د ايساف په بمبار کې قومي مشر بشير اخوندزاده له ١٦ کسانو سره وژل شوى دى. هغه زياته کړه ، چې د ولسوالۍ اوسېدونکيو د وژل شويو کسانو جسدونه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د اعتراض په توګه د ولايت مرکز (پل علم ) ته را وړي ، ترڅو يې دولت او نړيوالو ته وښيي ، چې دوى مجاهدين  خو په ولسي جرګه کې وکیل محمد اکبر ستانکزی بیا وايي : چی تيره  شپه د دریو بجو شاوخوا امریکايي ځواکونو په سجاوندنومي سیمه کې بمبارد کړې دی او یو ویشت تنه ملکي وګړي یې شهيدان کړي  دي .
6
Add a comment...
 
US-Offizier lehrt am College Mord an Muslimen
Ein US-Offizier, der Soldaten ausbildet, hat ein Planspiel für den "totalen Krieg" gegen Muslime entwickelt und im Unterricht vorgestellt. Das Pentagon hat seinen Kurs mittlerweile gestrichen.
Ein US-Offizier hat nach Informationen des Magazins "Wired" in Lehrstunden für Soldaten Massenmorde an Muslimen ins Auge gefasst. In einer Präsentation am Joint Forces Staff College in Norfolk (Virgina), die das Magazine im Internet veröfffentlichte, ist von einem "totalen Krieg" gegen Muslime die Rede. Die Militärführung reagierte mit Entsetzen.

Zwar räumt der ausbildende Oberstleutnant in der Präsentation vom vergangenen Sommer selbst ein, dass solche Überlegungen "in den Augen vieler, sowohl innerhalb der USA als auch außerhalb, nicht 'politisch korrekt'" seien. Dennoch führt er Möglichkeiten an, wonach etwa "Saudi-Arabien mit einer Hungersnot gedroht" und die heiligen Städte Mekka und Medina zerstört werden könnten.

Hiroshima als Vorbild

Ausdrücklich werden die Bombardierung Dresdens sowie die Atombomben auf Hiroshima und Nagasaki als "Modell" erwähnt. Die Genfer Konvention sei angesichts des Vorgehens islamistischer Terroristen nicht mehr relevant. "Dies würde erneut die Option eröffnen, den Krieg auf zivile Bevölkerung zu richten, wo immer dies notwendig ist", heißt es.

Generalstabschef Martin Dempsey verurteilte die Darstellung auf das Schärfste. "Das war vollkommen verwerflich, gegen unsere Werte." Zudem sei ein solches Modell "akademisch unverantwortlich", sagte er.

Er habe davon durch einen Studenten erfahren, der daran Anstoß genommen habe. Der Ausbilder lehre nicht mehr. Zudem werde untersucht, wie es dazu kommen konnte und wie solche Auswüchse vermieden werden könnten.

Pentagon kippt umstrittenes Planspiel

Das US-Verteidigungsministerium hat das umstrittenes Planspiel abgesetzt. Das bestätigte das Pentagon. Der für die Lehrstunde zuständige Offizier bleibe zwar am Joint Forces Staff College in Norfolk (Virgina), unterrichte aber vorerst nicht mehr, wie ein Sprecher des Militärstabs der Nachrichtenagentur dpa mitteilte.

US-Militär auch in Afghanistan in der Kritik

In den vergangenen Monaten hatten US-Soldaten mehrere Skandale in Afghanistan ausgelöst. Unter anderem hatten Soldaten auf Fotos mit Leichen von Aufständischen posiert. Bereits im Januar war ein Video aufgetaucht, auf dem amerikanische Soldaten auf tote Taliban-Kämpfer urinierten. Im Februar waren auf einer US-Basis Koranexemplare verbrannt worden. Ein US-Soldat ist derzeit angeklagt, bei einem Massaker im März 17 afghanische Zivilisten ermordet zu haben.
 ·  Translate
6
Add a comment...
Have them in circles
93 people
 

محمد ګل خان مومند 
محمد ګل مومند د محمد خورشېد خان ځوې د مومن خان نمسی د عبدالکریم خان کړوسې، په خټه دوېزی مومند ، په دوېزو کښې حسن خپل وه. دی په 1263 هـ ق کال د کابل د اندرابیو په کوڅه کښې زېږېدلی دی ـ لومړنۍ زده کړه یې په خصوصي ډول وکړو او بیا په 1327 کښې د حربي ښوونځي په دوهم ټولګي کښې شامل شو. په پنځه کاله کښې یې خپل عسکري تعلیم سرته ورساوه او پس له هغه د اردلیانو په غونډ کښې د قوماندان په رتبه وټاکل شو ـ دغه وخت یې هم شاهي ټولګي ته درس ورکاوه او هم یې د حربي ښوونځي د سرمعلمۍ وظیفه چلوله ـ د دغه خدمت په نتیجه کښې د سپه سالار صالح محمد خان د یاور په صفت وټاکل شو او بیا د شاهي ګارډ قوماندان شو ـ یو څه وخت یې په ترکیه د افغاني سفارت د نظامي آتشه په حېث خپله وظیفه اجرا کړې ده. محمد ګل مومند په 1300 ش کښې دَ وزارت له خوا خپرېدله ـ دی په 1303 ش کال کښې دَ پګتیا دَ عسکري قوماندان او اعلی حاکم په توګه وټاکل شو. په 1306 ش کښې دَ مزارشریف دَ ملکي پلټنې دَ ریس په صفت او بیا دَ ننګرهار دَ عسکري قوماندان په صفت مقرر شو ـ دَ سقوي انقلاب په وخت کښې یې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بیا یې په پګتیا کښې دَ سردار محمد نادرشاه سره په کلکه ملا وتړله او په زړه پورې خدمتونه یې سرته ورسول ـ 
دَ هېواد دَ نجات نه وروسته دَ سردار محمد هاشم خان په کابینه کښې دَ داخله وزیر په توګه وټاکل شو. خو ورسره یې اول دَ ننګرهار په ولایت کښې او بیا دَ پروان په ولایت کښې دَ تنظیم ریس وظیفه هم په ښه شان چلوله ـ په دغو ولایتونو کښې یې چې پوره قلاري راوستله. نو بیا په 1311 ش کال کښې دَ کندهار او فراه دَ ولایتونو دَ تنظیم د پاره ولېږل شو ـ په 1313 ش کښې دَ کتغن، بدخشان،مزارشریف او مېمنې دَ ولایتونو دَ تنظیم ریس په حېث وټاکل شو ـ په هر ځای کښې یې خپله اسلامي او پښتني وظیفه په پوره ایماندارۍ سرته ورسوله ـ او دَ خپلو ښو خدمتونو په اثر یې دَ لمراغلی لوړ نشان واخست ـ دی په 1319 ش کال کښې د دولت دَ وزیر په توګه مقرر شو او پس له دغه وخت نه یې نور عمر په خپل کاله کښې دَ پښتو ژبې په علمي او ادبي خدمت کښې تېر کړ ـ ارواښاد مومند تر 1327 ش پورې په سمنګان کښې وسېده ـ بیا دغه کال شامحمدد خان دَ صدارت په وخت کښې کابل ته راغلی او پاتې عمر یې په کابل،ننګرهار کښې په خپله خوښه تېراوه ـ څو ژمي یې دَ کونړ په نرنګ کښې او نور ژمي یې په خپل اصلي کلي (ګولایي) کښې تېر کړل ـ خو په اوړي کښې به همېشه کابل ته راته ـ او په ډول یې دَ خپل کوچاني ژوند سلسله هم ټینګه ساتله ـ
محمد ګل مومند په 1334 ش کال دَ لوې جرګې دَ ریس دَ نایب په توګه غوره کړی شو او خپله پښتني وظیفه یې په ښه ډول سرته ورسوله ـ دغه ننګیالي،توریالي، خبرلوڅ او جرګه مار پښتون آخر دَ 1343 کال دَ زمري دَ میاشتې په 27 نېټه دَ سه شنبې په ورځ دَ سهار په اتو بجو دَ 80 کالو په عمردَ بریکوټ په یو کرایی کور کښې وفات شول. او په پوره درناوي او عزت دَ کابل دَ شهداې صالحینو په هدیره کښې خاورو ته وسپارل شو.   دَ ده په جناره کښې دَ کابل لوې لوې خلک،ملکي او عسکري مامورین او نور ډېر علاقه مندان شامل شوي وو. کله چې خاورو ته وسپارل شو. نو لومړی مولانا محمد شاه ارشاد دَ ده لنډه ژوند پېښه بیان کړه. دَ ده لوړ شخصیت او غوره خدمتونه یې وستایل ـ ورپسې رشتین یو څولنډو جملو کښې دَ ده عسکري،سیاسي، علمي او ادبي خدمتونه یاد کړل.    او دی مې د دې عصر خوشحال خټګ وباله ـ ولي چې دی هم د هغه په شان د تورې او قلم خاوند، د سیاست د مېدان پهلوان او یو غښتلی عسکر او جنرال وه ـ آخر کښې مې د اشرف خان هجري دا بېت ولوست:
چې چراغ د هنر زمکې پوشیده کړ
که یې زه په وښکو ډوبه کړم سزا ده
او بیا د ارواښاد مومند فاتحه د پوهنې د وزارت له خوا د اسد په 28ـ29 ـ د شېرپور په لوې جماعت کښې واخستله شوه ـ د ده دعا ته د افغانستان پاچا محمدظاهر شاه او نور ډېر خلک راغلي ووـ محمد ګل مومند نارینه اولاد نه درلود. یواځې یوه لور ورنه پاتې ده چې په خپل ژوند یې د لالپورې صالح محمد ترکزي ته ورکړې وه. 
د ارواښاد محمد ګل خان مومند اخلاق او شحصیت:
سچېځلي کرېکټو او کلک عزم حاوند وهَ.
په مذهبي اصولو ټینګ ولاړ او په پښتو، پښتونواله بېخي مین وه
د پښتون له تاریخ او عظمت سره یې بې اندازې مینه لرله.
بې پښتو او بې هسته پښتانه یې نه خوښېدل.
د ښو خویونو او پښتني اخلاقو په جامه ښاسته وه.
د ده مجلس او مرکه د پښتو پښتونولۍ یوه لویه مدرسه وه.
ده به تل پښتنو ځوانانو ته د پښتني خویونو درس ورکاوه.
بې پښتوګي یې بده ګڼله.
د ده په وجود کښې عسکریت، سیاست،علم وادب ټول یو ځای شوي وو.
او په دغو ټولو خواؤ کښې یې علمي برخه اخستې وه او په دغه سبب په هېواد کښې د یو ملي شحصیت په صفت پېژندل شوی دی.
ښاغلی محمدګل مومند د یوې نه بدلېدونکې عقیدې خاوند وو.
په سختې او نرمۍ، په خزان او بهار یعنې هر وخت او هر حال کښې په خپل هوډ او ننګ، پښتو او پښتونواله لکه د عز ټینګ ولاړ وو.
ده لکه د تېرو ننګیالو پښتنو په شان د پېسو په ځای قصې ګټلې.
او په دولت او پېسو پسې یې سرنه خوږاوه دا وجه وه چې په کابل کښې تل په کرایی کور کښې وسېده.
او ترمرګه په کابل کښې د کوم کور خاوند نه شو.
تر دې چې ساه یې هم د بل په کور کښې وختله.
او همدا خبره د ده لوې افتخار او امتیاز ګڼل کېدی شي.
ښاغلی مومند سربېره په نورو صفتونو یو زبردست خطیب او ویاند وو.
د ده په وېناؤ او خطابونو کښې پوره فصاحت،زیاد جرات او قوي منطق موجود وو.
ده په هر وخت او هره موقع کښې له اخلاقي زړورتیا نه کار اخیست او هېڅکله یې له حقې وېنا څخه مخ نه دی اړولی.
د دغه لوړ شخصیت او پښتني کرېکټر له کبله یې د بابا لقب موندلی وو.
او هر چا ورته د باباتوب حېثیت ورکړی وو.
د ارواښاد محمد ګل خان مومند علمي او ادبي خدمت:
اروښد محمدګل مومند سربېره په سیایي او عسکري خدمتونو په علمي او ادبي برخه کښې هم پاخه ګامونه اخستي دي او د پښتو ژبې د ژوندانه د پاره یې غټ کارونه سر ته رسولي دي.
د محمد نادرشاه په اجازه په 1311 ش کال کښې د پښتو انجمن لومړۍ تیږه کښېښوده.چې بیا همدغه انجمن کابل ته راوغوښتل شو.او د کاب له ادبي انجمن سره یوځای شو او وروسته ورنه 1316ش کښې(پښتوټولنه) جوړه شوه. ده په کندهار کښې رسمي دوترونه په پښتو اړولي وو. چې بیا وروسته دغه لار چا ټینګه نکړی شوه. ده په کندهارکښې ډېر زلمیان وروزل او د پښتو د خدمت مېدان ته یې راووېستل. د کندهار طلوع افغان٭هم د ده په امر په پښتو اوښتی دی. د ده نیت او ارادې په ډیرو وحتونو کښې د پښتو له ژوند سره زیاته مرسته کړې ده. او تل یې د پښتو د لوړتیا آرزو په رسمي او شحصي ډول پاللې ده. د ده لومړنی علمي اثرله ٭پښتو سیند٭ څخه شروع کېږي. د دي قاموس د لیکلو د پاره یې له ډیر پخوا څخه د لغاتو په راغونډولو لاس پورې کړی وه. خو د کتاب په شکل په 1316 ش کال د کابل په عمومي چاپ خانه کښې چاپ شو. دغه قاموس دوه ټوکه دی. او ټول مخونه یې (765) ته رسېږي. دا قاموس په ډېر زیار په پښتو او فارسي لیکل شوی او په افغانستان کښې لومړی چاپي قاموس ګڼل کېږي. د پښتو ژبې د علمي بنسټ ټینګولو د پاره د ده بل لوې علمي خدمت د٭ پښتو لیار٭ ده. ٭د پښتو لیار٭د پښتو ژبې یو لوې ګرامو دی چې په پښتو ژبه لیکل شوی او 1317
ش کال په لاهور کښې د عبدالعظیم صافي په اهتمام چاپ شوی دی.٭د پښتو ژبې لیار٭یوه ډېره خوږه په زړه پورې سریزه هم لري.چې د هر پښتون زړه ورباندې خوږېږي. په دې ګرامو کښې داسې ډېرې نوې څېړنې راغلي دي چې په پخوانو ګرامرونو کښې نشته. په آخر کښې د مصدرونو یو کامل فهرست هم لري. ټول مخونه یې (400) ته رسېږي. د ښاغلي مومند بل خوند ور اثر ٭لنډکۍ پښتو٭ ده چې په 1326 ش ګال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی. په دې اثر کښې د پښتو او پښتونوالې ښېګڼې په ډېر ښاسته او سپېڅلي رنګ کښې بیان شوي دي. چې د پښتو وظیفات ورته ویلی شو.
ده ځنې نور کتابونه هم لېکاي دي، خو په قلمي شکل کښې پاتې دي او چاپ شوي نه دي چې نومونه یې دا دي:
(1) پښتني روزنه
(2) پښتو پښتونواله
(3) د پښتو لویه نحوه (معاني او بیان)
(4ـ د پخلي کتاب: چې (400) مخونه لري، لري،او داسې نورــ
د پښتو مینه:
ښاغلي مومند له پښتو او پښتونولۍ سره ډېره مینه درلوده د ده په مجلس او مرکه کښې به بې له پښتو نه بله خبره نه ؤه د هر ځای او هرې سویې پښتون چې به د ده ځای ته ورغی نو ده به ورسره خامخا د پښتو په باب خبرې کولې. د سوچه پښتو کلک ملګری وو. د ده په وړاندې به چې چا په پښتو کښې د بلې ژبې ټکی راووړ، نو ده به سمدلاسه ورباندې عږ وکړ چې پوه نه شوم څه دې وویل؟ که چابه خپله غلطي سمه کوه، نو په درنه لهجه به یې وویل چې ها! خدای دې وبخښه! اوس پوه شوم. د پښتو لغاتو څېړنه او پوښتنه د ده لویه مشعولا وه. ده به همېشه له کلي والو پښتنو څخه د ناآشنا لغاتو پوښتنې کولې. قلم او کاغذ به ور سره تل په خوا کښې پراته وو. چې نوی لغت به یې واوریده هغه به یې ولیکه. ګډوله او کړکېچو پښتو یې نه خوښېده. چاچې به له پښتو سره یې پروایي کوله،هغه ته به یې په ښه نظر نه کتل.ده د نویو لغاتو په جوړولو کښې لوې لاس درلود. او ډېر نوي الغات یې جوړ کړي دي، چې اوس یې بېخي رواج موندلی دی او عام شوي دي، لکه: لکموخج٭د آواز خار، د ژبې ایار٭ قانون، وتوځی٭مخرج،ننوتوځی٭ مدخل، اېرڼۍ ـ خاکسترداني او نور ـ خو ځنو یې د سختۍ له کبله رواج نه دی موندلی، لکه:
اڅل ـ ګلاس ، هڅوب ـ کلچر ـ ده د پښتو په لیک دود کښې هم ځنې تغیرونه راوستي دي لکه: (ټ ـ سړه ی)، خو دې لیک دود هم رواج ونه موند،یوازې مجهوله او والا (ې)، ۍ ) په پښتو لیک دود کښې ومنل شوې. زه د ده له مړینې نه درې ورځې د مخه ورغلی وم،یو څو نور پښتانه هم وو. په دغه ورځ سره د دې هم چې لږ غوندې زهیر او رنځور ښکارېده، خو د لغاتو په څېړنه لګیاوه. قلم یې راخستی وه او نوی لغات یې لیکل. دغه ړه د محمدګل خان مومند د پښتو سره مینه چې ترمرګه پورې ورسره ملګرې وه.
پوهاند صدیق الله رشتین
د محمد ګل خان مومند خط
محمد ګل خان مومند په خپل لیک کې لیکلي وؤ،چې ملي ژبه نن ورځ په دنیا کښې ډېر اهمیت لري. او حقیقتا ډېر اهمیت ښایې. نو هر یو ویښ حساس ملت ښایې،چې په هره ګټه ، هر حساب او هرې ملاحظې سره خپلې ملي ژبې ته ډیر اهمیت ورکړي، او ورکوي به یې ـ مونږ پښتانه یو ځان ته ملت یو. ځانته ژبه او خصاـص لرو. مورنۍ ملي ژبه مو پښتو ده. مونږ لږ نه یو. لږ ډېر شل میلونه ته رسېږو. مونږ تاریخي نوم او نخښې او شـونات او اوس هم ځان ته مستقل حکومت لرو.
نو غواړم چې مونږ هم خپل ملت ته پام وکړو او مورنۍ ژبه خپله چې په تلو ده، ټینګه کړو ـ ښه یې وساتو، ونې پالو، ویې روزو. اخلاق ادب او رسومات چې سبب د امتیاز زمونږ څخه دي، د خلل څخه وژغورو. او ورک کړي مزیات خپل ولټوو، مونده یې کړو. خپل مزیات او خوي خاصیت بدل نه کړو. ځکه هر سړی لکه چې په خپل رنګ په خپل په اخلاق او خوي خاصیت د بل څخه بیلېږي.
مګر افسوس چې بې له ډېرو معدودو او محدودو سړیو په عمومي ډول سره پښتنو ؤ دې خوا ته پام نه دی کړی. دا درست څیزونه اخلاق، اداب ، رسومات، خوی خصلت د پښتنو په پښتو کښې داخل او شامل دي. دا په اعتماد سره لیکلی شم چې پښتو په تمامو او صافو او انسانیه او اسلامیه مزیاتو شامله ده.
پښتون په کامل انسان او مکمل مسلمان باندې دلالت کاوه. داسې لغات په قلموس د هېڅ یو قوم کښې نشته لکه چې پښتون یې لري.
د تېر شوي پښتون د قومي ژوند نه دا خبره جوتېږي او په شهادت د تاریخ سره ثابتېږي. آثار یې لږ دي. اوس هم موندل کېږي. مګر افسوس او زرځله افسوس چې زمونږ داسې ملت خپل موندلي اصیل زیږه پښتانه مړه شول. او اصلي پښتو لاړه. پاتې شونکي یې هم که پام یارې ړنه شي،ځي ــ کور به مو تالا شي. پو پنا به شو. د پښتنو د امسیانو سلامت، سعادت، عافیت، عزت، راحت، ترقي او لوړوالی،خلاصه ژوند یې او په آخر کښې په نېکنامۍ سره مرګ درست په پښتنو پورې موقوف دی.
نو غواړم چې پښتانه پښتو ټینګه کړي. دانا پامي هم د بې علمۍ څخه ده. نو ښایي چې پښتانه علم ته مخه وکړي علم بې له مورنۍ ژبې نه په بله ژبه نه کېږي نو لوموی کار دا دی، چې مونږ باید خپله مورنۍ ژبه ژوندۍ کړو. درسي کتابونه په پښتو کړو. مکتبونه پرانیزو. هلکان په مکتبونو کښې داخل کوړو. علوم او فنون درست په پښتو واړوو. د بل په ژبه علم نه زده کېږي او که زده کړی شي هم ګټه یې نشته. د دې بحث نه تېرېږم.       په دې کښې څوک برخه لري. ډیر کسان به وي چې برخه به لري. مګر ادیبان د ټولو نه مخکښې او زیاته برخه لري.وییلی شي چې مقدرات د یو ملت د ادیبانو د قلم په څوکې پورې تړلي دي. ادیبان د مشهورو قاــدانو، قهرمانانو او ښاغلی کسانو نه هم لویه او جګه مرتبه لري. ادیبان مربیان د ملت دي. قاــدان او قهرمانان دوي مونده کوي. افسوس چې پخوا تر دې له خوشحال خان (که بل څوک وي هم نه یې پېژنم) نور په زمکه داسې ادیب نه دی موندل شوی چې پښتو ته خدمت وکړي.
ژبه د خلل څخه ادیبان ساتي او ادیبان لغات قېدوي. نوي لغات د ژبې د خصوصیاتو سره موافق ایجادوي. اصطلاحات مونده کوي، ژبې له ارتوالی ورکوي. صرفیه او مخونه قواعد یې ضبطوي. اخلاق، اداب او رسومات لنډه دا چې درست خصوصیات د ژبې او خوي خصلت د ملت ساتي، چې ملت او  او امتیاز ته د ملت خلل ونه رسېږي.
زمونږ بې حسه ادیبان یا ناپامه ادیبان یا بې علمه ادیبان هر څه چې دي په عکس سره،ملي لغات یې هیسته وغورځول را څخه هېر یې کړل او ورک یې کول. صرفي او نحوي قواعد یې قېد نکړل. ژبه یې ونه ساتله. بې ځایه او بې لزومه پردي لغات او اصطلاحات یې په پښتو کښې رواج کړل. د پردیو ملتونو اخلاق، اداب، رسومات، او نور څیزونه یې په مونږ جاري کړل. لنؤه یې دا چې پښتو ته یې خیانت او پردیو ژبو اوملتونو ته یې خدمت وکړ. یو نیم په ګڼه کښې نه راځي ـ النادر کالمعدوم، والمعدوم لیس بشیً.
اوس مناسب دي چې د خپلو ادیبانو پام ودې خواته وګرځوو چې دیانت،اخلاق،آداب،رسومات،ډول ګوزارې او نور ښاغلي خوي خصلت د پښتو او پښتنو ایجابات ضروریات د زمانې احوالات او نور څیزونه تر نظر لاندې ونیسي. او ملا وتړي. د پښتو ژبې او پښتون قوم د پاره خدمت وکړي د قافیې د آسانتیا د پاره پردي لغات په ژبه کښې داخل نکړي. د نورو ژبو په ډول سره قافیې په اشعارو کښې څه ضرور؟
زما په خیال سره مونږ باید په خپلو چارو کښې غور وکړو. اهم او مهم او معمولي چارې سره بیلې کړو. ناضروري چارې هیسته کېږدو، اهمې چارې لومړۍ کړو. وروسته معولي چارې وکړو. د ټولو نه وروسته کېفي او ذوقي شیان راځي.
زما په خیال سره زمونږ ادیبان،زمونږ عالمان او زمونږ پوهان دا چارې که په دې ترتیب سره وکړي ښه به وي.
یعنې:ــ
(1) سمدلاسه درسي کتابونه د مدارسو او مکاتبو دپاره تالیف او ترجمه کړي ـ
(2) د پاره د مکاتب او مدارسو، کتابونه د قرات د پښتو په ترتیب سره دپاره د هر جماعت ساز کړي ـ په دې کتابونو کښې ذهنیت د هلکانو او استعداد د دوي باید ترنظر لاندې ونیول شي. مقصد هېر نه شي. لومړی کتابونه باید ساده او آسان وي. د هلکانو د پوهې او عقل نه بهر نه وي. ورو ورو د دې خبرې او د بحث مېدان ارت او پراخه شي او مضمون جګ شي. تردې پورې چې ادبیاتو او عالي مضامینو ته خبره ورسیږي.
په دې کتابونو کښې دیانت، ملیت ، اخلاق ، لنډه یې دا چې پښتو ښه تر نظر لاندې ونیوله شي، ترڅو چې هلک یې له لوستو څخه، بې له مضمون او عبارت څخه هم دا شیان زده کړي. د هلک پام دین، اخلاق، اداب ، خپل ملي خصاــلو او ملي خصایصو ته وشي. د ماشومتیا نه دې دا شیان په زړه او دماغ کښې ځای ونیسي. او د پښتانه بچي پښتانه شي.
(3) مختصر او مفصل صرف او نحو د پښتو دې په ښه شان سره تالیف شي.
(4) د اصیل پخواني پښتانهو اخلاق ، اداب ، ډول او طرزد معاشرت، رسومات، عنعنات،ټوله خصاــل او خصاـص همتازه دزیږه پښتانه،پوه قابل او واقف محررینو د خوا په مناسب ډول سره غونډ کړی شي او په مناسب تحریر سره ولیکل شي.
نو په وخت د لیکلو کښې باید دا شیان تر نظر لاندې ونیول شي. دا کتاب په پښتو اخلاق، پښتو اداب، پښتو طرزد معاشرت د خلل خخه ساتي. دا کتاب چې هېرشوي او متروک شوي،ښه او حمیده اخلاق، پښتو ملي آداب او د پښتو ډول د معاشرت پښتانه ته به بیرته ور په زړه کړي. د پښتانه زلمیان په بېرته پښتانه شيو خپل امتیاز به پېژني او له لاسه به یې ونه باسي. په خپل درست خصایص او خصاــلو باندې به پوه شي. موجودیت خپل به لیاوښیي. ترقي او لوړ والی به وکړي، د ذلت څخه به ووځي، عزت به مونده کړي، د نړۍ د مترقي او متمدن ملتو په قطار کښې به داخل شي او ځان ته به لوړ مقام مونده کړي که خدای کول.
(5) وروسته تردې دې محتصر او مقصل ملي تاریخونه ساز شي ـ د پخوانیو پښتنو حالات او د ښاغلي پښتانه احوال په ښه ډول سره بیان شي. د موآفینو او مورخینو په اعراصو باندې غور وشي ـ د هر مولف یا مورخ کتاب یا کوم مضمون ته چې په ترڅ (ضمن) کښې یې خپل یا د بل سیاسي یا ملي او نور اعزاض یې داخل کړي وي، اعتبار ونکړل شي، لکه تاریخ د خورشید جهان ( دا کتاب ابراهیم خان ګندا پوري لیکلي دی،هلالي) ـ (شېرمحمدخان ګنډه پور تالیف کړی دی. همېش).
(6) تردې وروسته د زمانې د فنون کتابونه په پښتو تالیف او ترجمه شي ـ د نورو علومو کتابونه دې هم په پښتو واړول شي ـ اړې او احتیاج هم تر نظر لاندې وینول شي ـ فرهنګونه او د لغت کتابړنه دې هم جوړشي ـ محضوصاً یو مکمل قاموس دې ولیکل شي (وزیر صاحب ته دې مبارک وي چې دا کار هغوی په خپله ذمه کړو او د پښتو لغات یې چاپ کړو ـ هلالي)
په عېن حال کښې اخباراتو او مجلاتو ته دې هم اهمیت وړکړشي. اخبارات او مجلات دې هم داسې وي چې هر څوک په نسبت د خپل حال او احوال او کار او رورګار او علمي او فني استعداد او لیاقت سره د اخباراتو نه استفاده وکړی شي ـ                                    داسې ونه شي چې عوام تر نظر لاندې ونیول شي او خواص او عالمان هېر کړی شي، یا خواص او عالمان ترنظر لاندې ونیول شي او عوام هېر کړی شي. بلکې هر چاته او د هرې چارې خاوند ته، هرې طبقې ته موافق د هغه د حال او د چارې سره مطابق د هغه د علمي استعداد سره د هر چا د ذوقه سره موافقه مطالعه مونده شي ـ تر څو چې معلومات او وقوف د هر سړی ډېر شي ـ بې ځایه نغمه سرایي او ساده ګري پرېښودله شي ـ د پښتو د ترویج او تعمیم د پاره په هر ډول چې لازمه او ممکن وي په یو منظم طور پښتو وخوځوله شي ـ پښتانه ویښ کړی شي ـ په پښتو کښې احساس مونده کړی شي ـ که کارونه او چارې په فکر سره وشي ـ او یو ترتیب ولري. ادیبان ، عالمان او پوهان کوشش وکړي. د پښتو سره پښتو وکړي ـ د لږ کوشش خخه به ډېره نتیجه واخستله شي. پښتو به ژر ژر ژوندۍ شي ـ او لوړوالي ته به مخ کړي ـ او البته پښتو چې ژوندۍ شوه، پښتانه به هم ژوندي شي ـ مقصد دا دی چې د پښتو د ژوندۍ کولو دپاره په پښتون کښې د عام علم دپاره دا ترتیب به ښه وي. اما ممکنه ده چې تر دې ښه او لنډه لاره بله هم وي نو ځکه ستاسو نه مشوره غواړم چې خپل خیالات که ممکن وي ولیکی ـ               تاسو ددې امورو سره ډېره علاقه لرﺉ . ممکن دي چې په دې خصوص کښې نظریات ولرﺉ ـ او ممکنه ده چې د نورو فضلاؤ او پوهانو سره به مو تل مبادله د افکارو کړي وي ـ او مناسبه لاره به موسخجولې وي. ستاسو د افکارو او نظریاتو نه به موږ استفاده وکړو . که چېرې دا نظریه زما صحیحه وي ـ نو د وروستو پښتنو څخه چې په دې لاره کښې لږ یا ډېر حتی الوسع حدمت کولی شي باید تمناء وشي چې خپله وسه ونه سپموي. تر هرې درجې چې د هر چا د لاسه کېږي باید خدمت وکړي،ترڅو چې په مشترک مساعي د ټولو مقصد تر یوې درجې پورې تمام شي. (حبیب الله رفیع) محمدګل خان مومند 
6
Add a comment...
 
Syrien: Bezirk Hula unter Feuer
Es seien am Donnerstag meist schwere Maschinengewehre eingesetzt worden, erklärten das Syrische Observatorium für Menschenrechte und die Örtlichen Koordinationskomitees. Beide Gruppen teilten mit, ein junger Mann sei in Hula von einem Heckenschützen getötet worden.
In Hula waren in der vergangenen Woche mehr als 100 Menschen getötet worden. Überlebende machten regierungstreue Milizionäre für die meisten Morde verantwortlich. Die syrische Regierung beschuldigte "bewaffnete Terroristen", das Massaker begangen zu haben.
Honorarkonsul tritt aus Protest zurück
Aus Protest gegen das Massaker in Hula ist der syrische Honorarkonsul im US-Staat Kalifornien, Hazem Chehabi, von seinem Posten zurückgetreten und hat sich von der Regierung in Damaskus losgesagt. Das berichtete die Zeitung "Los Angeles Times" am Mittwoch.
Chehabi war einer der ranghöchsten syrischen Diplomaten in den USA und ist der erste, der der Regierung von Präsident Baschar Assad die Gefolgschaft aufkündigt.
Der US-Bürger Chehabi ist Vorsitzender des Stiftungsrats der Universität von Kalifornien in Irvine. Zuletzt hatten Studenten wegen Chehabis Nähe zur syrischen Regierung immer wieder dessen Entlassung gefordert.
Der Sicherheitsrat der Vereinten Nationen hat sich trotz des Massakers in Al-Hula nicht auf eine gemeinsame Haltung in der Syrien-Krise festlegen können. Alle Seiten zeigten sich zwar entsetzt, dass unter den mehr als 100 Opfern allein 49 Kinder seien.
Kritik an Ausweisungen von Botschaftern
Das Regime in Damaskus wird jedoch weiter von Russland in Schutz genommen. Dessen UN-Botschafter Vitali Tschurkin warf Deutschland und anderen Ländern kaum verblümt vor, einen Krieg zu riskieren.
Tschurkin bezog sich auf die Ausweisung der syrischen Botschafter aus Deutschland und anderen Staaten nach dem Massaker vom Freitag. "Das könnte ein Signal sein und von denen missverstanden werden, die weitere Kämpfe in Syrien wollen. Denn so etwas macht man in der diplomatischen Tradition, in der Geschichte immer dann, wenn man das Schlimmste vorbereitet."
Der Rauswurf sei eine Provokation. "Wenn man so etwas macht, sollte man einkalkulieren, dass manche Leute das missverstehen."
Seine US-Kollegin Susan Rice zeigte sich nach der vertraulichen Unterredung des Rates mit Jean-Marie Guéhenno, dem Stellvertreter von Syrien-Sondervermittler Kofi Annan, pessimistisch.
"Es gibt drei Möglichkeiten: Die erste ist, dass Assad endlich einlenkt. Die zweite ist, dass der Druck des Sicherheitsrates zu einer Lösung führt", sagte Rice. "Doch die dritte ist die schlimmste und leider momentan auch wahrscheinlichste: Dass die Gewalt weiter zunimmt und sich über die ganze Region erstreckt." Der Rat müsse endlich handlungsfähig sein.
 ·  Translate
6
Add a comment...