Profile cover photo
Profile photo
افغان جرګه
About
Posts

Post has attachment

Post has attachment

Post has attachment

Post has attachment
که جګړه د امریکایانو نه ده نو په دې جګړه کې يي رول څه دی؟
ولسمشر غني په مونیخ کې په یو ناسته کې وویل: یو غلط تاثر چې وجود لري دا دی چې دا جګړه د امریکا ده البته دا جګړه د امریکا نه ده. دا زمونږ جګړه ده او مونږ وکولای شول چې په تېرو څلورو کلونو کې د دوي د عسکرو مرګ ژوبلې ګراف تر ۶۴ عسکرو ته راښکته کړو همدارنګه د افغانستان په جګړه کې مو د امریکا لګښتونه هم په لویه کچه راکم کړي دي.
ولسمشر غني د افغانستان د جګړې یو تعریف خو وکړو چې دا د امریکا جګړه نه ده نو بیا په دې جګړه کې د امریکا رول څه دی؟ دلته د دوي لنګرګوټونه د څه لپاره دي؟ که ځواب دا وي چې دا زمونږ سټرټیژیک دوستان دي نو بیا سټرټیژیکو دوستانو ولې مونږ په خپلو پښو په تقریباً دوه لسیزو کې ونه درولو؟ ولې يي مونږ پخپل ځان بسیا نه کړو؟
بله پوښتنه دا چې تر اوسه ولسمشر غني او ملي یووالي حکومت د دې تعریف نه دی کړی هغه دا چې د افغانستان روان ناورین کورنۍ جګړه ده او که باندینۍ تپل شوې؟ د دې سره بیا بل سوال راپورته کېږي او هغه دا چې که کورنۍ ده نو بیا هم د کورنۍ جګړې په مخه نیونه کې امریکا کوم موثره رول درلودلای دی؟ او که کورنۍ نه ده او دا یو نباتي او تپل شوې جګړه ده نو بیا دا پوښتنه څنګه ځوابوي چې امریکا ولې په اتلسو کلونو کې د دغې جګړې مخنیوئ ونه کړو؟
همدارنګه د سولې مربوط هم باید دا پوښتنه وشي چې امریکا له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره بیا څه کوي چې چڼې وهي؟ ایا امریکا په افغانستان طالبان راتپل غواړي که څنګه؟ اوس دلته د امریکا رول هېڅ مالوم نه دی چې منځه ګړیتوب کوي که د جګړې یو لوری دی؟ که لوری دی نو د چا پلوی دی؟ د طالب که د دولت؟
که د دولت ملګری دی نو بیا په قطر کې يي ورته ولې دفتر خلاص کړی او پړې يي په طالبانو کې اچولې وي کله يي قطر ته، کله اسلام اباد ته او کله یوځای او کله بل ځای ته يي کش کوي؟

Post has attachment
کرزی څه وايي؟
په ټولنیزو او خواله رسنېو کې هره ورځ یو پروپاګن ډېر کېږی چې ګواکې پخوانی ولسمشر واک غواړي. ډېرو پرې تور لګولو چې ګواکې موقت حکومت غواړي او چا یو او چا بل څه مګر د هغه وروستي اقداماتو ثابته کړه چې د دې هېواد د یو ملي مشر او سپین ږیري په حیث نه واک غواړي، نه موقت حکومت ایجادول غواړي او نه هم په حکومت کې کوم سهم. څه چې غواړي هغه د افغانستان د کشالې حل او روان ناورین ته د پای ټکې. پخواني ولسمشر کرزي وروستې هڅې د ملي یووالي حکومت سره مرسته او د سولې په اړه ولسي اجماع او لویه جرګه راغوښتل هغه څه دي چې دې پرې له پخوا څخه ټینګار کولو او اوس داسې ښکاري چې ولسمشر غني او کرزی دواړه د سولې په خبرو کې تر ډېره حده په یو فکر شوې دي. که څه هم ولسمشر غني د لوي جرګې تل مخالفت کولو مګر وروستې اقدام يي ښايي چې دواړه په دې سلا شوي چې د سولې په برخه کې د ولس نظر هم واخیستل شي نه هم یوازی امریکايي، د هېواد دننه د سیاسي کړېو او سیمه ایزو هېوادونو هڅو ته سترګې په لاره پاتې شو.
د بي‌ بي سي سره وروستۍ مرکه کې پخواني ولسمشر کرزي په زغرده وویل چې موقت حکومت د افغانستان مسله نه یوازی هواراولی نه شي بلکه د ۹۰مې لسیزې په څېر د ډاکټر نجیب حکومت د سولې پلان د ناکامېدو په اړه هم وغږېدو چې بیا هغسې حالات تکرار نه شي.

Post has attachment
د ټولنپوهانو له نظره د افغانستان مسله څه ده؟
ټولنپوهان او انسان پوهان/انټراپولچسټان وايي چې د افغانستان مسلې د کشالې د نه حل یو لويه ستونزه دا ده چې نړېواله ټولنه د امریکا تر مشرۍ لاندې دلته لویدیځه لیبراله ډیموکراسي پلي کوي په داسې حال کې چې دا په مکمل ډول یو بېله ټولنه ده. د دوي دود، دستور، عنعنات هرڅه له لویدیځ څخه جدا دي. ټولنپوهان مثال راوړي چې که تاسې په یو مبایل/کمپیوټر کې غیرمتناسب سافټ ویر انسټالوئ نو څه به پېښ شي؟ ځواب به حتماً دا وي چې دغه مبایل او یا کمپیوټر/مبایل به له مختلفو ستونزو سره مخ کېږي، سم کار به نه کوي. فعالیتونه او سرعت به يي تیز نه وي، په هر فعالیت سره به خورا زیات وخت نیسي او اخر به داسې کېږي چې نوموړي کمپیوټر/مبایل به له کاره غورځېږي نو ورته حالت دا مهال نړېوالې ټولنې هم په افغانستان کې شروع کړی دی ځکه دا خلک د بل ډول سوچ، فکر،‌تاریخ او عنعناتو خاوندان دي مګر په دوي د یو بهرنی را وارد کړل شوي کلتور او ولسواکي عملي کېږي کوم چې د دوي له ټولنې د افکارو (پښتونولۍ) سره په ټکر کې راځي.
ټولنپوهان زیاتوي چې تر هغه پورې چې افغانانو ته واک او صلاحیت ورنه کړل شي او دوي پخپله خپلو فېصلو کولو ته پرېنښودل شي نو دغه کشالې به نورې هم اوږدې او ستونزمنې شي. ځینې تاریخ پوهان بیا په دې فکر دي چې په سیمه او په ځانګړي ډول د پښتنو په سیمه د مغلوالې او انګریزي ښکېلاک اوږده تیري او استعمار د دې سیمې کلتور او عنعناتو ته ستر زیان ور واړولو. د منځنۍ اسیا غیرمدني او وحشتناکو تیریو نتیجه کې دغه سیمه له سترو بدو ناورینونو څخه تېره شوه او دلته یوازی انساني جینوسایډ او ټول وژنې ونه شوه بلکه د دې سیمې د تاریخ، کلتور، عنعناتو او د تاریخي اثارو قتل عام هم وشو.
دلته داسې کوښښونه وشول چې د پښتنو لپاره نوې کیسې او نریټیوز ولیکل شول او دوي ته واورول شول او له دې لارې له دوي څخه د دوي د لرغوني تاریخ، فلسفې، ریاضیاتو، موسیقۍ او د فن ټولې کیسې واخیستلی شوې او د دوي د لرغونیتوب د وژنې هڅې وشوې، مګر د لرغونو قومونه د ارثي او جینیټک خواصو یوه خوبي دا ده چې دوي که څه هم نورې کیسې ولولي او زده کړي مګر د خپل اصولو او لرغونیت خواص او افکار يي په ذهن کې پاتې کېږي.
پښتانه که څه هم له سترو ناورینونو څخه تېر شول خو دوي اوس هم خپل هویت، پښتونولي، جرګه، ژبه، ټولنیزه ناسته پاسته، ریالیسټیک سوچ او فکر او نور ډېر څه ساتلي دي او دا دې ثبوت دی چې دا قوم یو ډېر لرغونی قوم دی چې سره د ډېرو هڅو هم دښمن ونه توانېدو چې د دوي لرغونیت له منځه یوسي.
امریکا او متحدین يي کوښښ کوي چې افغانانو ته داسې وښايي چې ګواکې دوي افغانانو ته مدنیت راوړی او دوي ته د دین او سیاست بېلوالی، د بیان ازادي، پارلمان، سینټ، ټولټاکنې او نور څه يي راوړي. په داسې حال کې چې د دین او سیاست بېلوالی افغانانو له پېړېو راهیسې دلته عملي کړی دی او تل يي جومات او حجره/دېره جدا ساتلي. مولا ته يي د امامتۍ چارې ورسپارلې خو د ژوند په نورو چارو کې يي له هغه څخه واک اخیستی ؤ. د وظایفو واک په ښه توګه ترسره شوی ؤ او هر مسلک کس د خپل مسلک سره کار درلودو. پارلمان پرځای مونږ جرګه درلوده او مونږ تل ولسي او سیمه اییزې ستونزې د جرګې له لارې حل کړې دي. ټولټاکنې مو هم د جرګې او د ولسي پرېکړو له لارې ترسره کېدای. د بیان ازادي او انساني حقوق ټول پښتونولۍ کې خفظ او ساتل شوې دي او هېڅوک په بل چا تېري او زور زیاتي ته نه دې پرېښودل شوی.
نور بیا..............

Post has attachment

Post has attachment
په افغانستان کښې ترهګر ته ماتیې ورکول، ترهګرو ته ماتیې ورکول او د پاکستان مخه نیول، هغه د چا خبره، د امریکې لپاره یو نسوار هم ده.
مګر له خپل ټول زر او زؤر سره سره امریکه بیا هم هغه څه نه کوي چي یا افغانستان بسیا کړي او یا یې هوسا کړي.

Post has attachment
د چین او پاکستان اړیکې مخ په خرابېدو دي
د چین او پاکستان اړیکې د ۱۹۶۰م لسیزې څخه رانیولې بیا تر اوسه پورې خورا ښې او دوستانه اړیکې لري. چین تل د سیمې په اړه حالات او هرڅه د پاکستان له نظره کتل. د دوو هېوادونو اړیکې تل ډېرې نژدی او پاکستان ته به چینایانو د اوسپنیز دوست خطاب کاوه چې ګواکې د اوسپنې په څېر غښتلې او محکم دوست هېواد دی. خو له هغه وروسته چې چین په پاکستان کې پانګونه وکړه او هلته بیا يي له نژدې هرڅه ولیدل نو پوه شول چې پاکستان یو داسې هېواد دی چې پرې هېڅ ډول تکیه کول اسانه کار نه دی. دوي پوه شول چې پاکستان لکه د یو کاسیرې او کچنۍ عادت اخیستی چې تل يي د بل په جیب نظر وي.
له چینایانو دا هېره وه چې تر پاکستان د سپین بادار له خوا جوړ شوی د قومونو زندان ؤ چې بیا ورسته پرې امریکا پانګونه وکړه او دوي ته به يي خپل زکاتونه او خیراتونه ورکول. د چین د یو کمربند یو لار په برخه کې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د ۵۶بیلینه ډالره پانګونې پروژې وروسته چینایانو په دې یو څه سرخلاص شو چې پاکستان دغه پانګونه بهرنۍ مستقیمه پانګونه ( FDI: Foreign Direct Investment) نه بلکه دغه ستر رقم د امریکا او د نورو هېوادونو په څېر د حجرتي قاتلانو د سر ساتلو او د تروریستانو دېرې چلولو په څېر د دوي انعام دی. دوي په چینایانو سترګې پټې کړې او په سیمه کې د بلوچو او پښتنو په شته ستونزو يي خاورې را واړولې او له دوي يي ځمکني حقایق پټ کړل. راپورونه شته چې وايي چین له پاکستان څخه د دوي په وروستې اقدام چې سعودي عرب د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز کې د راشاملولو اړوند هېڅ سلا مشوره نه ده کړې او له دې وجې په چینایانو کې یو څه اندېښنې راپیدا شوې دي.
په وروستېو کې د پاکستان حکومت چې له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دی داسې ګڼله چې ګواکې چین به د دوي لاس نیوی وکړي او دوي به له دغه مشکل څخه راوباسي، مګر پاکستان دا هرڅه په وړیا غواړي او فکر کوي چې ګواکې که دوي هرڅه له چین وغواړي نو دوي به يي ورکړي. د چین تګلاره ډېره پاکه او صفا ده او هغه دا چې چین په هر هېواد کې پانګونه کوي. دوي وايي چې راځئ دوه اړخیزې ګټې په نظر کې ونیسو او دواړه خواوې ګټونکې شو، مګر پاکستان چې د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې کې تر ټولو نژدې اتحادي پاتې شوې دی له دې تګلارې خو یا ناخبره دی او یا هم په خیراتونو روږدی دی. تېر کال چې کله عمران خان چین ته په سفر ولاړ نو هیله يي دا وه چې ګواکې له چین څخه به یو ستر پکیچ ترلاسه کړي او دوي به ائی ایم ایف ته په تګ نه مجبورېږي مګر چین بیا هم له اوږد سوچ او فکر وروسته دوي ته یوازی څه ۲،۵ بیلینه ډالر د قرضې په ډول ورکړل. وجه يي مونږ د پاکستان خراب اقتصادي حالت چې هېڅ پته نه لګېږي څرنګه به دغه قرضې واپس کوي‌ او د دې ترڅنګ د پاکستان د یو روښانه او مالومې تګلارې نه شتون چې اخر دوي د چا اتحادیان دي؟
په سیمه کې د چین تر ټولو ستر مشکل دا دی چې دوي د سیمې له کلتور، دود دستور، ژبو او د شته حساسیتونو څخه پوره اګاهي نه لري او لویه وجه يي هم دا ګڼلی کېدای شي چې دوي په هغه اندازه خلک نه لري‌ چې د سیمې هېوادونو په ژبو خبرې وکړای شي او هلته د نورو پلټنو په موخه ولاړ شي نو ځکه چین تر ډېره بریده په پاکستان په دغه برخه کې تکیه کوي خو اوس داسې ښکاري چې چین نور له دوي لاس وینځي او د سیمې اړوند ټولو حساسیتونو ته په کتو سره نور خپله لاس په کار کېږي.

Post has attachment
Wait while more posts are being loaded